ننګرهار کې د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د کليو د پراختيا او بيارغونې او یو شمیرر نورو همکاراو ادارو په همکارۍ د کليوالي مېرمنو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.په دغه نندارتون کې چې د لړم په ۳۰مه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړ شوی و، د مېرمنو په لاس توليد شوې جامې، قالېنې، خوراکي توکي او زينتي توکي د نندارې او خرڅلاو په موخه اېښودل شوي و.د ننګرهار د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء وويل، چې له دغه نندارتون څخه موخه د کليوالي ښځو لاسي صنايعو ته بازار موندنه ده.هغه زياته کړه، نندارتون کې ۱۵ غرفې ايښودل شوي چې د مېرمنو په لاس توليد شوي ډول ډول افغاني جامې، قالېنې او خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې کېږي.جميله سادات چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د لاسي صنعت په برخه کې کار کوي وايي، اوس ورسره ۳۰۰ مېرمنې کار کوي او ډول ډول افغاني کالي، څادرونه او د خونو لپاره زينتي وسايل جوړوي.نوموړې زياته کړه چې دا نندارتون د دوی د بازار موندنې لپاره تر يوه حده ګټور تمامېدلی شي؛ خو مهمه دا ده چې ننګرهار کې د مېرمنو د لاسي صنعت لپاره ځانګړی بازار رامنځته شي.دغه راز د عارفې په نوم د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسېدونکې هم دغه نندارتون ته راغلې وه چې په خپل کور کې له خپلو خويندو سره يوځای قالينې جوړوي هغه وايي، لويه ستونزه يې د ځای او بازار نه موجوديت دی.هغې وويل، اوس هم د دوی قالينې پاکستان ته ځي او هلته د هغه هېواد په نوم نړيوالو بازارونو کې پلورل کېږي.تر دې وړاندې هم ننګرهار کې د مېرمنو د لاسي صنعت بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي؛ خو مېرمنې وايي، د دوی صنعت ته يې د بازار موندنې په برخه کې هېڅ ګټه نه ده رسولې.

څرګندون پریږدئ