کابل کې د سیمه ییز قومندان علي پور نیول

افغان امنیتي سرچینې وايي، یو سیمه ییز قومندان علي پور د کابل ښار اتلسمه حوزه کې نیول شوی دی.

دې سرچینې وویل، د ملي امنیت د صفر یو قطعې د یکشنبې په ورځ( د اکتوبر ۲۵) دغه قومندان ونیو.

که څه هم امنیتي چارواکو په ډاګه د نوموړي نیول نه دي تایید کړي، خو برچي کې لسګونو کسانو مظاهره کړې او وايي علي پور دې خوشی شي.

د نوموړي د نیول کېدو خبر لومړی د خواله رسنیو کارنو خپور کړ.

دغو کارنو د شاهدانو له خولې ويلي نن سهار علي پور د کابل لوېدیځ ته د قاضي کلا په سید اباد تمځي کې له فلینګوچ کوزېده چې ونیول شو.

څرګندون پریږدئ