د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې د تېرې شپې په مذهبي غونډه کې د چاودنې له امله ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۳۰» ازادي راډيو ته وویل، د ټپیانو لهمنځه د ۲۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
“له بدهمرغه د تېر ماښام په ترورېستي حمله کې چې تر دې دمه کوم معلومات دي ۵۵ کسان وژل شوي او له ۹۰ ډېر نور ټپیان دي دا وروستۍ شمېرې نهدي او کېدای شي پهکې تغییر راشي، ځکه د ځينو عالمانو او ګډون کوونکو روغتیايي وضعیت خراب دی.”
د کابل هوايي ډګر ته په غځېدلي سړک او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د اورانوس په هوټل کې تېر ماښام د اسلام د ستر پیغمبر محمد «ص» د زوکړې یا میلاد النبي مراسم ترسره کېدل چې له رسمي پیلېدو سره سم پهکې چاودنه وشوه.
هغه وېډیوګانې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلي، پهکې ښکاري چې انتحاري حمله کوونکی د قران پاک د تلاوت په وخت کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده.
له دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ هم یوه انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د عامو خلکو یوې سترې مظاهرې ته ځان ورسوي، خو د کابل ښاروالۍ او استقلال لېسې ته نږدې د امنیتي ځواکونو لهخوا درول شوی وو.
په هغې چاودنه کې بیا شپږ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې امنیتي ځواکونه وو.
په علماوو او د میلاد النبي په درناوي پر دغې غونډې حملې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه خپره شوې اعلامیه کې پرونۍ حمله له قساوت پرته بل څه نهبولي او غوښتنهيې کړې هغه کسان باید محاکمې ته راکاږل شي چې داسې حملې کوي.
