غني: د کابل برید له غندلو سره طالبان نه شي کولای ځان له مسوولیته وژغوري

چاودنه
Image captionدا مراسم د جامعة الاحناف په نوم یوې مذهبي ډلې جوړ کړي، چې ډېره مشهوره نه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کابل کې د علماوو پر غونډې د پروني برید له غندلو سره طالبان نه شي کولای ځان له مسوولیته وژغوري.

پرون کابل هوايي ډګر ته نژدې د واده په یوه تالار کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ووژل او لسګونه کسان ژوبل شول.

وسله والو طالبانو برید غندلی او وايي، د دوی کار نه دی. بلې کومې ډلې هم د برید مسولیت نه دی منلی.

ښاغلي غني په ایمرجنسي روغتون کې د پېښې ټپیانو حال پوښتنې پر مهال وویل، ‘د دغه برید مسوولیت د هغو پر غاړه دی، چې لومړی ځل یې ځانمرګي بریدګر افغانستان ته راوستل. ‘

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان په تاریخ کې او په خورا ناوړه حالت کې ‘پر دیني علماوو، قران کریم او مقدساتو دغسې بې پروا برید نه و شوی او دغه برید ټول حدود مات کړل. ‘

هغه دغه راز وویل، د دغه ‘برید پلانکونکي په ګاونډي هېواد کې پټنځایونه لري ‘ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دغه هېواد سره ‘جدي ‘ چلند وکړي.

معمولاً د ګاونډي هېواد له نومه د افغان مشرتابه هدف پاکستان وي، چې دوی یې د طالبانو پر ملاتړ تورنوي او له نړیوالې ټولنې پرلپسې غواړي، چې فشار پرې راوړي. پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې ‘د عمل په ډګر کې وښيي چې د وینې توېدو مخنیوي او سولې راتګ لپاره عملي اقدامات وکړي. ‘

تالار کې راټولو شویو کسانو چې زیات یې دیني عالمان وو د مولود شریف ورځ لمانځله. د افغانستان کورنیو چارو وزارت په وینا وژل شوي او ټپیان ټول دیني عالمان او د ديني زده کړو طالبان دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د ځینې ټپیانو وضعیت نازک دی، ځکه ښايي د وژل شویو شمېر ډېر شي.

خو ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي، چې د وژل شویو شمېر ۶۵ او د ټپیانو شمېر ۱۲۰ ته رسېدلی دی.

د څرخي زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی

کابل: د ټاکنو کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پېښه له ځايي مهال سره سم ماښام څه باندې شپږ بجې د کابل هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د ‘اورانوس ‘ په نوم د ودونو او غونډو په یوه سالون یا تالار کې شوې.

کابل
Image captionویل کېږي د برید پر مهال اورانوس کې زر کسان په غونډه کې و.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، برید هغه مهال وشو چې دیني عالمان د میلادالنبي په مناسبت تلاوت ته غوږ و.

غونډه چا جوړه کړې وه؟

اورانوس
Image captionاورانوس هوټل کې نږدې هره شپه ودونه کېږي، خو د پېښې پر مهال دغه هوتل کې د پېغمبر زوکلیزه لمانځل کېده.
کابل
Image captionد پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم دغه برید ‘یوه بې رحمه ترهګریزه کړنه ‘ بللې او د پېښې د قربانیانو خپلوانو ته یې د خواخوږۍ پیغام استولی.

اورانوس هوټل کې نږدې هره شپه ودونه کېږي، خو د پېښې پر مهال دغه هوتل کې د پېغمبر زوکلیزه لمانځل کېده.

دا مراسم د جامعة الاحناف په نوم یوې مذهبي ډلې جوړ کړي، چې ډېره مشهوره نه ده.

دې ډلې څو ورځې مخکې فیسبوک کې لیکلي و چې پر کابل سربېره یې له ننګرهار، بغلان، کندوز، تخار او نورو ولایتونو هم دې مراسمو ته مېلمانه بللي دي.

دا مذهبي حنفي ډله ده، چې د افغانستان په ځینې ولایتونو کې جوماتونه او مدرسې جوړوي او عالمان روزي.

دا ډله- چې مشران یې ډېر مشهور نه دی- مذهبي او دیني کتابونه هم چاپوي.

د چاودنې تالار کې هم د دې ډلې لوحه ښکاري.

ویل کېږي د پېښې پر مهال نږدې زر کسانو دغو مراسمو کې ګډون درلود، چې ډېر شمېر دیني عالمان وو.

ویل کېږي ځانمرګي د غونډې مرکزي ځای ته ځان رسولی او داسې ځای یې چاودنه کړې، چې د دې ډلې مشران پکې ناست و.

دا وروستیو میاشتو کې په کابل ښار کې خونړی برید دی.

ملي ماتم

پولیس
Image captionله پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابند کړې ده.

افغان ولسمشر دا برید غندلی او چارشنبه یې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري خپل ټوېټر کې لیکلي: ولسمشر غني دا برید وحشیانه بللی او سبا به افغان ملي بیرغ ټول هېواد او بهرنیو استازیو کې نیم ځوړند وي.

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم- چې دا مهال پاریس کې دی- دا برید غندلی.

د افغانستان سولې عالي شورا هم دا برید غندلی او خپله بیانیه کې زیاتوي:

“د افغانستان د ابادۍ، امنیت او سولې دوښمنانو بیا جنایت وکړ او اورانوس هوټل کې یې زموږ په لسګونو وطنوال په وینو ولړل”.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې یا یوناما هم دا پېښه بوږنوونکې بللې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم دغه برید ‘یوه بې رحمه ترهګریزه کړنه ‘ بللې او د پېښې د قربانیانو خپلوانو ته یې د خواخوږۍ پیغام استولی.

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه

چاودنه
Image captionاورانوس هوټل له روغتیايي ادارو لرې دی، ښايي له همدې وجې هم د ټپیانو وضعیت خراب شوی وي.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د دې برید د غندلو پرمهال ویلي:

“دې برید وښودله چې افغانستان کې ملکي وګړي په ډېریدونکي ډول له ګواښوونو سره مخامخ دي”.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر عمر وړایچ ویلي، چې په ملکیانو هر ډول قصدي برید د نړیوال قانون له مخې جنګي جنایت بلل کېږی

د ده په خبره، وسله والې ډلې باید په سم لاسي ډول په ملکیانو بریدونه ودروي او افغان حکومت هم باید د هغوي خوندیتوپ په خپلو لومړیتویبونو کې راولي

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې یواخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۰۰ ملکي وګړي افغانستان کې وژل شوي دي

برید چا کړی

د @UNAMAnews په مټ ټویټر  تبصره : UNAMA outraged by #Kabul bombing when communities across #Afghanistan are marking day of special religious significance. Credible reports of heavy civilian casualties. UN human rights teams establishing facts. UN family extends deepest condolences to the many families affected.

تراوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د وسلوالو طالبانو ویاند د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته استولي پیغام کې دا برید غندلی او ویلي یې دی دوی پکې لاس نه لري.

خو په تېر کې د ورته بریدونو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی دی.

دې ډلې تېر اګسټ کابل کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

څرګندون پریږدئ